IQNA

د لقاء الله په  توصیف کې د یوه فلسطینی شهید په زړه پورې تلاؤت (فیلم)

7:57 - January 01, 2024
د خبر لمبر: 3488507
ایکنانیوز- د قسام کنډکونو د یوه هغه مجاهد د تلاؤت یو فیلم چې د ټول قرآن حافظ دی ،او څو ورځې مخکې په غزې تړانګې کې د وحشي صیونیسټي رژيم په ډرون حملې کې زخمی شوی ؤ او د سجدې په حالت کې شهید شو، په ټولنیزو چینلونو کې ئې  تود هرکلی شوی  چې د لقاء الله او دمرګ د شیبې په  مناسبت ئې تلاؤت کړی دی.

ایکنانیوز د الشرق  له قوله راپور راکړ، قسام تیسیر ابوطعیمه  چې د قسام کنډکونو یو فلسطینی مبارز  او د جومات امام  او د ټول قرآن حافظ  هم ؤ، څو ورځې مخکې په غزې تړانګې کې د  جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژیم پ ه ډرون حملې کې زخمي  او د سجدې په حالت کې هم شهید شو.

په ټولنیزو چینلونو کې  اوس  د  قسام تیسیر ابوطعیمه  دتلاؤت غږ خپور شوی چې د جمعې دمبارکې سورې  ځيني آیتونه تلاؤت کوي او  د هغه د شهادت په وروستیو شیبو کې یوه په زړه پورې  ولوله او منظره وړاندې کوي.

ددغه تلاؤت  ۳۸ ثانیه ، د لقاء الله  په وروستیو شیبو کې ددغه فلسطینی شهید حال او احوال بیانوي.

قسام تیسیر ابوطعیمه  د ټول قرآن حافظ او فلسطینی مبارز  په دغه ویډیوئي کلیپ کې د جمعې د مبارکې سورې له شپږم تر اتم پورې آیتونو  په زړه پورې غږ سره تلاؤت کوي ، چې ستاسو  خدمت ته هم وړانډې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4191014

captcha